د ګمرکونو لوی رئیس کندوز ولایت ته رسمي سفر وکړ

کندز.jpeg

9 دلو 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د کندوز ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ د کندوز له والي مولوي نثار احمد نصرت او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره جلا – جلا وکتل د ګمرکونو لوی رئیس د کندوز ولایت د شېرخان بندر له سرحدي ګمرک څخه د لیدنې پر مهال د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکوونکو ته د همکارانو او اړوندو ادارو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو، پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدني او د سوداګریزو توکو د طی مراحلو د لا چټکتیا په برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د کندوز له والي سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په لا ودې او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې. د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د کندوز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل، چې په دې کتنه کې نوموړي د سوداګرو ستونزې واورېدلې او د ژر حل کېدو ډاډ یې ورکړ. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس له دې وړاندې هم بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي؛ څو د هیواد د ګمرکي چارو د ارزونې ترڅنګ د سوداګرو ستونزې هم له نږدې واوري او حل یې کړي.