د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي

44.jpg

9 دلو 1402

د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکونکو د یادو ولایتونو په بېلابیلو برخو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې افغانستان ته په پټه راوړل کیدل کشف او نیولي دي.
په نیول شویو توکو کې (۲۹) ټنه مالټې، (۶۷) ټنه شیریني باب، (۲۰۷۵) کیلو ګرامه طبي درمل، (۲۲۰۰) کیلو ګرامه رخت او (۸۵۰) کیلو ګرامه پلاستیک شامل دي.
یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره د کندهار او نیمروز ګمرکونو ته سپارل شوي دي.