د ګمرکي عوارضو نوی لارښود ترتیب او د مالیې وزارت مقام له لوري منظور شو

22.jpg

5 دلو 1402

د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځته کولو، د بيروکراسۍ ختمولو او یو لړ مثبتو بدلونونو رامنځته کولو په موخه د ګمرکي عوارضو نوی لارښود په پنځو مادو، پښتو او دری نسخو کې چمتو او د مالیې وزارت مقام له منظورۍ وروسته د هیواد ټولو ګمرکونو ته تکثیر شو. دا چې په ګمرکي فیسونو او عوارضو کې یو لړ بدلونونه راغلي ول د ګمرکونو لوی ریاست په ټولو ګمرکونو کې د یو شان اجراآتو په موخه پخوانی لارښود لغوه کړ او پر ځای یې نوی لارښود ترتیب کړ، چې له دې وروسته به د اجراء وړ وي په مخکني لارښود کې خدماتي فیسونه او د نورو امارتي ادارو فیسونه، چې د ګمرکونو له لوري اخیستل کېدل او همدا رنګه د سیسټم او عوایدي کوډونه نه ول لیکل شوي؛ خو په دې نوي لارښود کې د ګمرکي ادارو او سوداګرو د لا ښه پوهاوي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه فیسونه او ګمرکي عوارض په څلورو برخو (واردات، صادرات، ټرانزیټ او متفرقه) وېشل شوي او په واضح ډول لیکل شوي دي. د ګمرکي عوارضو د نوي لارښود پښتو او دری نسخې د لاندي لینکونو له لاري کتلی شئ. 
پښتو لینک: لارښود | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات (mof.gov.af)
دری لینک: رهنمود ها | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات (mof.gov.af)