د کندهار د ګمرک رئیس د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس سره وکتل

GEl-muIXcAEbPQW.jpeg

4 دلو 1402

د کندهار ګمرک رئيس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپل کاري دفتر کې د خوړو او درملو ملي ادارې له رئيس ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل.
د کندهار د ګمرک رئیس نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دواړو لوریو د انسان د روغتیا په ارزښت او ورپېښو خطرونو، د خوړو او درملو د حساسيت، د درملو د را واردولو په اصولو او مقررو، ملي ستراتېژۍ او طرزالعملونو، د قاچاق د مخنيوي، د معيار او کيفيت د کنټرول، د درملو د قرنطين او ګدام کولو، د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو په استهلاک او مخنيوي، د ملي توليداتو د ملاتړ او ساتنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هر اړخیزې خبري وکړې.
په پای کي پرېکړه وشوه، چې د دواړو ادارو ترمنځ تلپاتي همکاري او همغږي رامنځته شي، ترڅو په ګډه د قاچاقي درملو را واردولو او د ګمرکي محصول د تېښتي مخنیوی وشي.