د نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زياته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي

2.jpg

28 جدی 1402

 روانه اوونۍ د نیمروز او هلمند ولایتونو د ګرځنده څارنې زړورو کارکوونکو په بېلابېلو سیمو کې هیواد ته د مختلفو قاچاقي توکو له واردولو مخنیوی کړی. په نیول شوو توکو کې (۶۶.۸) ټنه پاکستانۍ مالټې، (۳۰۶۰) کیلو ګرامه ککو، (۲۶) ټنه شيریني باب، (۲۰۴۰) کیلو ګرامه رُب، (۵۰۰) کارټنه تازه شیدې، (۶۷۸) کارټنه اچار او (۸) عرادې موټر سایکلونه شامل دي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي. 
یاد توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل شوي دي.