د (۱۰۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست محصولي ګمرک د موټرو د تم ځای جوړیدو چارې پیل شوې

1.jpg

28 جدی 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلی ملا عبدالقاهر ادریس، چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي محمد موسی عمر یې ملتیا کوله، تیره ورځ په رسمي سفر خوست ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت په ګمرک کې د (۱۰۵.۹۶۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو د تم ځای جوړیدو پروژې د پیلیدو پرانېسته وکړه.
په دې پرانېست غونډه کې، چې د خوست ګمرک رئیس هم شتون درلود، د ګمرکونو او عوایدو معین وویل چې، دا ډیر د خوښۍ ځای دی، چې دا پروژه هم د نورو پراختیایې پروژو په څیر د هیواد له ملي عوایدو څخه تمویلیږي. نوموړي په ګمرکونو کې د داسې پراختیایې پروژو پلي کول په هیواد د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو او موټر چلونکو ته د اسانتیا رامنځته کیدو په برخه کې اړین یاد کړل.
د ګمرکونو لوی رئیس له ګډونوالو سره د دې پروژې تخنیکي معلومات شریک کړل او ژمنه وکړه، چې اړتیا ته په کتو سره به په نورو ګمرکونو کې ورته پروژې پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست محصولي ګمرک د موټر تم ځای په (۱۴.۳) جریبه ځمکه کې جوړیږي او په اساسي ډول به په کې کانکریټ اچونه وشي، چې چارې به یې تر راتکونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شي.