د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کې د (۵۱.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزې پروژې پیل شوې

1.jpg

26 جدی 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس، چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي محمد موسی عمر یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د ننګرهار والي ښاغلي ملا محمد نعیم اخوند او د ننګرهار ګمرک رئیس ښاغلي محمد خالد منظور احمد په شتون کې د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کې د (۵۱.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو د پیلیدو پرانېسته وکړه.
 په یادو ودانیزو پروژو کې د کابل کمپ ګمرک (۶۷۰۰) متره د چاپیر دیوال او (۷) بابه ټاورونه شامل دي، چې چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي. 
د ګمرکونو او عوایدو معین د یادو پروژو د پیلیدو په پرانېستغونډه کې وویل، چې په پام کې د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پراختیایې پروژې پلي شي، چې په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې به ښې پایلې ولري.
د ګمرکونو لوی رئیس له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د پروژې په پلي کیدو کې دې په جدي توګه د قرارداد مواد او شرایط په نظر کې ونیسي او چارې دې په معیاري توګه په ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو وداندیزو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي.