په تېرې یوې اوونۍ کې د ننګرهار په محصولي ګمرک کې سلګونه کیلو ګرامه قاچاقي درمل نیول شوي دي
21 جدی 1402
د ننګرهار ګمرک د تشریح برخې زړورو کارکوونکو تېره اوونۍ په (۸) عرادو سوداګریزو وارداتي محمولو کې (۸۴۱۲) کیلو ګرامه بېلابیل ډوله طبي او یوناني درمل، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته راوړي نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقي او ممنوعه توکو په کلکه څارنه کیږي او چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې یاد توکي صادر او یا وارد کړي.