د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل شو!

قققق.jpeg

19 جدی 1402

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري دا ځل د ساحوي زده کړه یيزو پروګرامونو په لړ کې د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته د دغه ګمرک په رياست کې يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل شو. 
د یاد پروګرام د پيل په ناسته کې د نيمروز ګمرک رئيس ښاغلی ملا عبدالحکيم شمس الحق، د ګمرک عملياتي او تخنيکي آمرينو، د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ ښوونکو او د ګمرک نورو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
نوموړی پروګرام، چې يوه مياشت به دوام وکړي، د اکاډمۍ د استادانو له لوري د ګمرکونو قانون او اړوندو کړنلارو، ټرانزيټ، تعرفې، بيه ټاکني، ګمرکي تخلفاتو، د مالونو تر ترخيص وروسته پلټنه، ګودامداري، اسيکوډا سيسټم او نورو اړوندو بېلابیلو برخو کې به په نظري او عملي بڼه روزنه ورکړل شي. 
د يادونې وړ ده، چې ورته روزنيز پروګرام د هرات ولايت تورغونډۍ، اسلام کلا او محصولي ګمرک د کارکوونکو له پاره هم د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري جريان لري.