د بلخ ګمرک نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.

6666.jpeg

23 December 2023

د بلخ ګمرک نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري جوړ شوی ۳ میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
یاد ورکشاپ، چي د بلخ په ګمرک کي جوړ شوی و، د یاد ګمرک (۱۰۵) تنه کارکوونکو ته په ټولو ګمرکي چارو کي عملي او نظري روزنه ورکړل شوه. د دې ورکشاپ په پای غونډه کي، چي د بلخ ګمرک رئیس ښاغلي مولوي عبدالله بلال او معاونینو یې ګډون کړې وو، د بلخ ګمرک رئیس د کارکوونکو
د وړتیا لوړولو په برخه کي د ګمرکونو اوعوايدو ملي اکاډمۍ د هڅو ستاينه وکړه او د یاد ورکشاپ جوړول يې اړین یاد کړل او زیاته یې کړه، چې له دې سره به د بلخ په ګمرک کې روانې چارې لا چټکې او مسلکي شي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه ورته روزنیز ورکشاپونه په مرکز او ولایتونو کې جوړ کړي، چې دا لړۍ به همداسې دوام مومي.