د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي

Qajagh.jpg

27 قوس 1402

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره ورځ د یاد ولایت په بېلابیلو سېمو کې وارداتي قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په دې نیول شویو توکو کې (۹۷۲۸) کیلو ګرامه ککو، لواشک او شات، (۱۰۲۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۲۴۰۰) کیلو ګرامه روب، (۲۴۰) کیلو ګرامه لوبیا او (۶۸۶) کیلو ګرامه رخت شامل دي.
یاد نوي شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک ته وسپارل شول او تورن نیول شوي کسان به اړوندو عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپیژندل شي.