Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د نیمروز ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د نیمروز ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

INTRODUCTION-2.jpg

27 قوس 1402

ښاغلی عبدالحکیم شمس الحق، چې ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د نیمروز ګمرک د نوي سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوې، د دې ولایت د والي مرستيال او سرپرست، ښاغلي الحاج مولوي عبدالقيوم روحاني، د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او مل تخنیکي پلاوي له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپيژندل شو. 
د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز ګمرک د پخواني رئیس مولوي مطیع‌الله سعيد د تر سره شویو خدمتونو څخه مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په چارو د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي د نیمروز ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره په ټولو چارو کې پوره همکارۍ او همغږي وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی عبدالحکیم شمس الحق له دې وړاندې د فراه او کندز ګمرکونو د رئیس په توګه دندې تر سره کړي دي.