د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز ولایت له چارواکو او سوداګرو سره وکتل

meeting - neemroz.jpeg

27 قوس 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته په رسمي سفر تللی، د یاد ګمرک د ارزونې، د بهرني ترانزیټ لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو تر څنګ تېره ورځ یې د نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو او د یاد ولایت له چارواکو سره په جلا جلا ډول وکتل.
د نیمروز ولایت له سوداګرو سره په کتنه کې، چې د یاد ولایت د والي مرستيال او سرپرست، الحاج مولوي عبدالقيوم “روحاني”، د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي محمد ابراهیم “خلیل”،د ګمرک رئيس مولوي مطیع‌الله “سعيد”، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس، الحاج عبیدالله “نوري”، د یو شمېر ملکي ادارو رئيسانو او سوداګرو ګډون کړې وو، دواړو لوریو د ياد ولايت د سوداګرۍ او د گمرکونو په برخه کې په ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس د همدې ولايت د سوداګرو په استازيتوب د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو او د بانکي کارکوونکو د کاري وخت د کموالي په برخو کې شته ستونزې وړاندې کړې او د حل په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئيس په خپلو خبرو کې، نيمروز ولايت ته د خپل سفر موخه د ګمرکونو او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو د ستونزو اورېدل او په اړه يې اړينې پریکړې نيول ياد کړل. ښاغلي سعيد زياته کړه، موږ تل هڅه کړې ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړو او همداراز يې د شته ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې ترڅنګ د ګمرکونو لوی رئیس او مل پلاوي نن د نیمروز ولایت د والي مرستیال او د استناف محکمې د رئیس په شتون کې د یاد ولایت د علماو له شورا سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې دواړو لوریو د قاچاقي توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي او په دې برخه کې د علماو شورا او محکمې په همکارۍ بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې د غونډې په پای کې د نیمروز ولایت د علماو شورا، محکمې او امنیتي ارګانونو له خپل لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه نیمروز ګمرک ته د ګمرکونو لوی ریاست تللي پلاوي په یاد ګمرک کې د بهرني ترانزیټ څانګه فعاله او اړوندو کارکوونکو ته په دې برخه کې روزنه ورکړل شوه، چې له دې وروسته به د بهرني ترانزیټ په برخه کې د سوداګرو ټولې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئيس او مل پلاوي په دې سفر کې د نیمروز ګمرک ورځنۍ چارې هم له نږدې و ارزولې او د چارو د لا ښه والي لپاره یې مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.