Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د درملو واردونکو شرکتونو د ټولنې له استازو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د درملو واردونکو شرکتونو د ټولنې له استازو سره وکتل

11.jpg

23 قوس 1402

 د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی نن یې د یاد ولایت په ګمرک کې د درملو واردونکو شرکتونو د ټولنې له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي محمد ابراهیم خلیل او د کندهار ګمرک رئیس هم شتون درلود، په پیل کې د یادې ټولنې غړو په ګمرکونو کې د خپلو شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له لوی رئیس څخه د حل غوښتونکي شول. د ګمرکونو لوی رئیس د دوی ځینو ستونزو د حل لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل او د پاتې ستونزو د ژر حل کیدو ډاډ یې ورکړ.