د روان کال د لړم په میاشت کې د هیواد د سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ښې شوي دي

11.jpg

23 قوس 1402

د روان مالي کال د لیندۍ په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته تېره ورځ د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.
په پیل کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناستې اجنډاء روښانه کړه. ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د لړم په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د هیواد سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د لړم میاشتې په پرتله مثبتې ښودل شوې وې.
همدا شان ګډونوالو د لړم میاشتې د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر تر ژره حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وشي.