د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو ستونزې واوریدلی

00.jpg

22 قوس 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یې د کندهار سرپرست والي ښاغلي حاجي ملا صاحب په شتون کې د کندهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د یاد ولایت په مقام کې وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدلی. په دې کتنه کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي قاري محمد ابراهیم خلیل او د کندهار ګمرک رئیس هم شتون درلود، په پیل کې د کندهار ولایت سرپرست والي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په هیواد کې د افغانۍ کرنسۍ د کارولو په ارزښت، ترویج او د بهرنۍ کرنسۍ د مطلق بندیدو په اړه خبرې وکړې. د ګمرکونو لوی رئیس وویل؛ الحمدالله په هیواد کې سوداګرۍ پرمختګ کړی، چي علت یې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول دي. هغه له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې هیواد ته سوداګریز توکي په ځانګړې ډول درمل د هیواد په لابراتوارونو کې د کیفیت معلومولو او د ملي عوایدو له ضایع کیدو څخه د مخنیوي موخه په رسمي لارو وارد کړي. نوموړي په دې برخه کې له سوداګرو د همکارۍ غوښتنه وکړه. د کندهار ولایت سوداګرو هم په خپل وار سره په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان هیواد کې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو، نورو هیوادونو ته د وچو میوو د صادرولو او ځینو نورو برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو لوی رئیس څخه یې د حل کولو غوښتنه وکړه. د ګمرکونو لوی رئیس شته امکاناتو ته په کتو سره دوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت د ګمرک ورځنۍ چارې هم و ارزولې او د چارو د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.