د نیمروز او تورخم ګمرکونو کارکوونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي

00.jpg

22 قوس 1402

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې او تورخم ګمرک د دروازو مدیریت کارکوونکو تېره ورځ د بېلابیلو وارداتي او صادراتي توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
په نیول شویو توکو کې (۳۷) کیلو ګرامه قیمتي ډبرې او (۲۸۳) کیلو ګرامه د انسان د سر ویښتان شامل دي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې پاکستان هیواد ته صادر کړي. همدارنګه د یادو ګمرکونو کارکوونکو (۱۲۰) پارسله نخود، (۹۴) پارسله تمباکو، (۲۲۸) کارټنه شیدې او (۳۸) کارټنه انساني طبي درمل، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته راوړي هم نیولي دي. یاد توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي او تورن کسان به یې عدلي او قضایې ارګانونو ور وپیژندل شي.