د نیمروز ولایت د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي

00.jpg

20 قوس 1402

د نیمزوز ولایت د ګرځنده څارنې زړورو کارکوونکو تېره ورځ د دې ولایت اړوند سېمو کې بېلابیل توکي نیولي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې افغانستان ته راوړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۸) ټنه ګوړه، (۲۳۵۰) کیلو پلمیټ او (۳۳) کارټنه طبي درمل شامل دي. 
یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل شوي او تورن کسان به یې اړوندو عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپيزندل شي.