د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو زیات شمېر قاچاقي توکي نیولي

00.jpg

13 قوس 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کي (۸۸۱) کارټنه روب، (۷۴۴۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۳۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳) عرادې بې اسناده موټر او (۳۱) عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلونه نیولي دي. 
ذکر شوي توکي په داسې حال کې نیول شوي، چې قاچاق وړونکو غوښتل پر پټو لارو ئې هیواد ته دننه کړي. 
یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.