د ګمرکونو لوی ریاست او د کابل په هوایې ډګر کې د اړوندو امنیتي او استخباراتي ادارو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

2222.jpeg

11 قوس 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکي چارو د لا ښه والي او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه  د کابل نړیوال هوایې ډګر د امنیتي او استخباراتي ادارو سره د همغږۍ ناسته جوړه شوه. په دې ناسته کې، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس، د کابل نړیوال هوایې ډګر مسؤل ښاغلي مولوي عبدالهادي، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ رئیس، د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرک مسؤل، د یاد هوایې ډګر د استخباراتو مسؤل او د اړوندو ادارو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړې وو. د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د هیواد په کچه د وارداتي او صادراتي توکو ګمرکي طی مراحل د ګمرکي ادارو له مهمو دندو څخه شمېرل کیږي، د ګمرکونو لوی ریاست په دې برخه کې شته امکاناتو ته په کتو سره هیوادوالو او ملي سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په ډیرو قربانیو حاکم شوې او باید د اسلامي اصولو سره سم د دې نظام ساتنه وشي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د اداري فساد سره باید جدي مبارزه وشي او هغه کسان، چې په فساد کې ښکیل دي د نظام له لیکو څخه وویستل شي او عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپیژندل شي. ښاغلي سعید په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس مهال سره زر له هیواد څخه په قاچاقي ډول لیږدول کیږي، چې له دې سره ملي عواید ضایع کیږي. نوموړي زیاته کړه، چې
د ګمرکونو لوی ریاست د سرو زرو د قاچاقو د مخنیوي او د اصولي صادراتو لپاره بشپړه طرحه جوړه کړې، چې د اقتصادي کمېسیون له منظورۍ وروسته به د پلي کیدو وړ وګرځي. د کابل نړیوال هوایې ډګر مسؤل او د دې ادارې د استخباراتو مسؤل هم په خپلو خبرو کې ملي سوداګرو ته لا اسانتیا په رامنځته کولو او شته ستونزو د حل لپاره د اړوندو ادارو تر منځ په پوره همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.