د ګمرکونو او عوایدو معین د پرزو واردونکو سوداګرو ستونزې واوریدلې

00.jpg

9 قوس 1402

د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د پرزو واردونکو شرکتونو د ټولنې له رئیس ښاغلي حاجي نصرالله موحد او د دې ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د پرزو واردونکو شرکتونو د ټولنې رئیس د هیواد په ګمرکونو، لویو لارو او په ګاونډیو هیوادونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو او عوایدو له معین څخه یې وغوښتل، چې رسیدنه ورته وکړي.
د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل او زیاته یې کړه، چې شته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره به ستاسو ستونزو ته رسیدنه وشي.