ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیې ایښودنې برخو یو شمېر کارکوونکو ته ۲۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

00.jpg

9 قوس 1402

د ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیې ایښودنې برخو یو شمېر کارکوونکو ته ۲۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمي کې پیل شو.
د دې روزنیز ورکشاپ په پرانېست غونډه کې، چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړلو امر ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل  او د ولایتي ګمرکونو د یادو برخو کارکوونکو ته یې په صادقانه ډول د ور سپارل شویو دندو تر سره کولو، د کارکوونکو تر منځ د پوره همغږۍ، سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، چې له دې روزنیز ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او زده کړل شوي موضوعات له خپلو همکارانو سره هم شریک کړي. د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړلو امر د دا ډول روزنیزو ورکشاپونو د جوړیدو او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې روزنیز ورکشاپ کې به د ولایتي ګمرکونو د بررسۍ، تعرفې او بیې ایښودنې برخو کارکوونکو ته په اړوندو برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شي.