د روان مالي کال د تعرفې کمېټې د څلورمې ناستې پرېکړې د مالیې وزارت مقام له لوري منظور شوې

خبر.jpeg

9 قوس 1402

د تعرفې کميټې د څلورمي ناستي پرېکړي د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې. د تعرفې د کمېټې په دغه ناسته کي د کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او د دولتي عوایدو اصل ته په کتو سره لاندي پرېکړي سوي دي: 
۱ – په بوجیو کي د را وریدېدونکو وچو شیدو ګمرکي تعرفه له (۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۲ – د تعمیراتي رنګ ګمرکي تعرفه له (۶.۵ سلني څخه ۱۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۳ – د پلاستیکي یو وار مصرف لوښو ګمرکي تعرفه له (۳۰ سلني څخه ۴۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د  روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۴-  د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو ګمرکي تعرفه له (۲۵سلني څخه ۳۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۵-  د لرګیو او ډبرو سکرو لپاره د جوړو ترکي بخاریو ګمرکي تعرفه له (۲.۵ سلني څخه ۱۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۶-  د تریشر ماشینونو ګمرکي تعرفه له (۱۰ سلني څخه ۱۶ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۷-  د مالټو وارداتي ګمرکي تعرفه له (۲۰ سلني څخه ۳۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده. همداشان د کینو موسمي تعرفه، چي پخوا (۳۰) سلنه او د مالټې (۲۰) سلنه وه او معیاد ئې د لیندۍ میاشتي له لومړۍ نېټې څخه د کب تر (۳۰)مي نېټې پوري ټاکل سوی، چي د دواړو یادو میوو ګمرکي موسمي تعرفه (۴۰) سلني ته لوړه سوه او اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۸-  د مصنوعي پنبې ګمرکي تعرفه له (۲.۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده. همدارنګه د مصنوعي او طبیعي پنبې موسمي ګمرکي تعرفه، چي معیاد ئې د تلي میاشتي له (۱۵) مي نېټې څخه د لړم میاشتي تر (۲۹) مي نېټې پورې دئ له (۸ سلني څخه ۱۶ سلني) ته لوړه سوه.