Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBSسیستم سره ونښلول شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBSسیستم سره ونښلول شو

CSR Bank.jpeg

29 عقرب 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBSسیستم سره ونښلوو.
د یادو سیستمونو د نښلولو په پرانېست غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي حاجي ملامحمد آخوند، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس، د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس او د دواړو ادارو یو شمېر تخینکي کارکوونکو ګډون کړې وو.
د یادو سیستمونو له نښلولو سره هغه موارد چې په پخواني سیستم کې منول وو، چې سوداګرو به د ګمرکي محصول د ورکړې لپاره له یو نه تر پنځو ساعتونو پورې انتظار کاوو، چې د دواړو سیستمونو د نښلولو سره به د ګمرکي محصول ورکړه به په څو ثانیو کې اجرا شي. همداشان د ګمرکي محصول په برخه کې به په بانکونو کې انساني دخالت له منځه لاړ شي او ټولې چارې به یې سیستمي تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده، څو په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.