د خوست ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

khost.jpeg

27 عقرب 1402

ښاغلی ملا عبدالهادي ابرار، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د خوست ګمرک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوې، نن د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ او اطاعت پذیرۍ رئیس ښاغلي قاري محمد خلیل ابراهیم له لوري
د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د په دې پیژندغونډه کې، چې د خوست ولایت د مقام استازي، د یو شمېر ادارو سېمه ایزو مسؤلینو، د خوست ګمرک امرینو او کارکوونکو ګډون کړې وو، د قانون تنفیذ او اطاعت پذیرۍ رئیس د دې ګمرک د پخواني رئیس ښاغلي محمد خالد منظور احمد د تر سره شویو کړنو
څخه مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتونکی شو. نوموړي د یاد ګمرک له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره په چارو کې پوره همکاري او همغږي وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی ملا عبدالهادي ابرار له دې وړاندې د ننګرهار ګمرک د رئیس په توګه دنده تر سره کوله، چې په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري.