د ننګرهار ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

222.jpeg

27 عقرب 1402

 ښاغلی محمد خالد منظور احمد، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د ننګرهار ګمرک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوې، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو  ته ور وپیژندل شو. د ګمرکونو لوی رئیس په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل یاد کړ او د ننګرهار ګمرک د پخواني رئیس ښاغلي مولوي عبدالهادي ابرار د تر سره شویو کړنو څخه یې مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. ښاغلي سعید د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره په اړوندو چارو کې پوره همکاري وکړي او چارې په پوره همغږۍ سره تر سره کړي. د یادونې وړ ده، چې ښاغلی محمد خالد منظور احمد په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې یې د خوست ګمرک د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.