د روان مالي کال د تعرفې کمېټې څلورمه ناسته جوړه شوه

11.jpeg

25 عقرب 1402

د تعرفې کمېټې د روان مالي کال څلورمه ناسته تېره ورځ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړی و، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناستې پرانېستونکې وینا وکړه. ور پسې له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د وچو شیدو، تعمیراتي رنګ، پلاستیکي
یو وار مصرف لوښو، د قالینو او موکتو، مصنوعي پنبې، د لرګیو او ډبرو سکرو د ترکي بخاریو او کرنیز تریشر ماشینونو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.