د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یو تن د جعل کارۍ په تور ونیول شو

جعلکار.jpeg

22 عقرب 1402

د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي ګمرک زړورو منسوبینو تېره ورځ یو تن د ګمرکي سندونو د جعل کارۍ په تور ونیو.
نوموړي کس، چې د بیرته راستنیدونکو کانټینرونو لپاره یې جعلي ګمرکي سندونه جوړول، چې له نیکه مرغه ونیول شو او د نورو څیړنو لپاره اړونده عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپیژندل شو.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د اسلام کلا ګمرک منسوبینو یو بل کس د جعلي ګمرکي سندونو د جوړیدو په تور نیولې وو.