د روان مالي کال په لومړنیو شپږنیمو میاشتو کي(۹۴) زره ټنه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو او فعالو کارکوونکو د (۱۴۰۲) مالي کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو برخو  کي د (۹۴) زره (۱۱۶) ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو؛ لکه: طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه یي مواد او داسي نور… چي په قاچاقي ډول له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته واردېدل، مخنیوی کړی.
اوس مهال د هیواد په ټولو لویو لارو کي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ټیمونه فعال دي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، چي قاچاقي او ممنوعه توکي په ځانګړي ډول هغه توکي، چي زموږ د کورني صنعت د ضعف لامل کېږي، وارد او یا صادر کړي.
قاچاقي توکي، چي له یوي خوا د عوایدو تېښتي ته زمینه برابروي او له بل لوري په بازارونو کي د سوداګرو ترمنځ ناسم رقابت رامنځته کوي، چي په پایله کي د قاچاقو مخنیوی د سوداګرۍ د ودي او پراختیا لامل ګرځي.
د یادوني وړ ده، چي د قاچاقي او ممنوعه توکو مخنیوی د مالیې وزارت د رهبرۍ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي؛ نو له همدې کبله اړوند مسؤلین هره ورځ په یاده برخه کي غوره لاسته راوړني لري.