Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
تازه املوک په موسمي تعرفې کې شامل او ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

تازه املوک په موسمي تعرفې کې شامل او ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو

amlook.jpg

10 عقرب 1402

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په غوښتنه، د تعرفې کمېټې د درېیمې ناستې د پریکړې او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د هیواد له بزګرانو څخه د ملاتړ په موخه تازه املوک په موسمي تعرفه کې شامل او (۳۰) سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو.
یاده تازه میوه له دې وړاندې په موسمي تعرفه کې شامله نه وه او (۱۰) سلنه محصول به ترې اخیستل کیده، چې اوس مهال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د لړم میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به، چې په هیواد کې د املوکو د حاصلاتو د رسیدو موسم دی، په یاده موده کې ترې (۳۰) سلنه ګمرکي محصول اخیستل کیږي. 
همداشان کچالو، چې له دې وړاندې په موسمي تعرفه کې شامل او د حاصلاتو رسیدو موده یې د غویې میاشتې له ۱۵مې څخه د تلې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وو او په دې موده کې به (۳۰) سلنه ګمرکي محصول ترې اخیستل کیده، د تعرفې کمېټې د پریکړې او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ اوس مهال یې د حاصلاتو د رسیدو موده د غبرګولي یا جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د لړم میاشتې د ۳۰مې نېټې پورې وټاکل شوه او ګمرکي موسمي تعرفه یې (۵۰) سلنې ته لوړه شوه.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تازه املوکو او کچالو موسمي تعرفه د پلي کیدو وړ ده.