Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د سپین بولدک او پکتیا په ګمرکونو کې نشه یې توکي او انساني طبي درمل نیول شوي دي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د سپین بولدک او پکتیا په ګمرکونو کې نشه یې توکي او انساني طبي درمل نیول شوي دي

SMAGUL.jpg

9 عقرب 1402

د کندهار ولایت د سپین بولدک ګمرک کارکوونکو له بورې څخه بار په یوې وارداتي محموله کې شاوخوا (۲۲) کیلو ګرامه اومان (نشه یې توکي) کشف او ونیول.
یاد نشه یې توکي چې د بورې په پارسلونو کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وو او غوښتل یې، چې په قاچاقي ډول یې له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته وارد کړي. په دې تور یو کس نیول شوې او د نورو څیړنو لپاره به اړوندو ارګانونو ته ور وپیژندل شي.
همداشان د پکتیا ګمرک د تشریح برخې کارکوونکو هم د پرچون توکو په یوې وارداتي محموله کې (۴۵) کارتنه انساني طبي درمل نیولي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې له پاکستان هیواد څخه افغانسان ته راوړي.