Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ولایتي ګمرکونو تخنیکي معاونینو د مالیې وزارت له رهبرۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ولایتي ګمرکونو تخنیکي معاونینو د مالیې وزارت له رهبرۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړې

33333.jpeg

8 عقرب 1402

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس او د دې وزارت اداري معین ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، تېره ورځ د ولایتي ګمرکونو له تخنیکي معاونینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د یاد ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو هم ګډون درلود، په پیل کې د ولایتي ګمرکونو معاونینو په کاري ساحه کې د خپلو شته ستونزو یادونه وکړه او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د حل غوښتونکي شول.
د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي.
د مالیې وزارت اداري معین هم د دوی ستونزو ته د ژر رسیدنې تر څنګ په صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د تر سره کولو، سوداګرو ته د اسانتیا د رامنځته کولو او د کارکونکو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه دوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.