د تورخم په ښارګوټي کې ۵۴۰ جریبه ځمکه رسماً ننګرهار ګمرک ته وسپارل شوه
6 عقرب 1402
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پریکړې له مخې نن د ننګرهار والي ښاغلي ملا محمد نعیم اخند له لوري د تورخم په بندر کې د ګمرک لپاره ځانګړې شوې ۵۴۰ جریبه ځمکه په رسمي ډول د مالیې وزارت استازي او د ننګرهار ګمرک رئیس ښاغلي ملا عبدالهادي ابرار ته وسپارل شوه.
په پام کې ده، چې په یاده ځمکه پراخ ګمرکي تاسیسات جوړ، چې له دې سره به د تورخم په ګمرک کې سوداګرو ته زیاتې سانتیاوې رامنځته او ګمرکي طی مراحل به ور سره لا چټک شي.