د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کې د صادراتي توکو لپاره نوی انالوګ تله نصب او فعاله شوه

00.jpg

4 عقرب 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کې د صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو په موخه د (۲.۸) میلیونه افغانیو په لګښت سره نوې انالوګ تله نصب او فعاله کړه.
یاده تله د (۱۵۰) ټنه وزن اوچتولو په ظرفیت سره جوړه شوې، چې (۱۸) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو لپاره انالوګ (ساده) او ډیجیټلي تلې فعاله دي، چې له دې سره له اضافه وزن څخه د مخنیوي تر څنګ د عوایدو له ضایع کیدو څخه هم مخنیوی شوې.