د ګمرکونو لوی رئیس د خوست او پکتیا ګمرکونو د چارو د ارزونې په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ

meeting.jpg

30 ثور 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د یو نخنیکي پلاوي په مشري نن خوست او پکتیا ولایتونو ته رسمي سفر پیل کړ.
نوموړی به په دې سفر کې د خوست او پکتیا ګمرکونو د چارو د ارزونې تر څنګ د یادو ولایتونو له چارواکو او سوداګرو سره هم وګوري.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو د چارو د ارزونې او له نږدې څخه د سوداګرو د ستونزو اوریدو په موخه بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي او د سفرونو دا لړۍ به دوام مومي.