د سپین بولدک په ګمرک کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه

1111.jpg

18 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې وارداتي او صادراتي توکو لپاره انالوګ تله ترمیم او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
یاده انالوګ تله د وارداتي او صادراتي توکو دقیق وزن معلوموي، چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي.
دا تله (۲۲) متره اوږد والی لري له دې وړاندې غیر فعاله وه چې د ګمرکونو لوی ریاست د سوداګرو د سوداګریزو توکو ته چټک طی مراحلو په موخه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.