د کندهار په محصولي ګمرک کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه

1.jpg

18 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار په محصولي ګمرک کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
یاده انالوګ تله د وارداتي او صادراتي توکو دقیق وزن معلوموي، چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي.
د یادونې ده، چې یاده تله (۱۸) متره اوږد والی لري، چې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او کارونه یې د یو افغاني شرکت له لوري تر سره شوي دي.