د تعرفې کمېټې ۹مه ناسته جوړه شوه

2.jpg

17 حوت 1401

د تعرفې کمېټې ۹مه ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یادې کمېټې د غړو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د ګمرکونو لوی رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د صادراتي پروسس شویو معدني ډبرو د ګمرکي تعرفې د کموالي، د بیلچې ګمرکي تعرفې د زیاتوالي او د سرنج ګمرکي تعرفې د زیاتوالي په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همداشان په دې کمېټه کې د ځینو اجناسو لپاره د ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.