د ګمرکونو لوی رئیس کندز ولایت ته رسمي سفر وکړ

1.jpg

15 حوت 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې په رسمي سفر کندز ولایت ته تللې، تېره ورځ یې د یاد ولایت له والي ښاغلي ملا نثاراحمد نصرت سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د کندز ګمرک رئیس هم شتون درلود، دواړو لوریو د کندز په ګمرک کې سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کولو، د دوی ستونزو ته د رسیدنې او د یاد ګمرک د عوایدو د زیاتوالي په څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې په جلا لیدنه کې د کندز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په موخه کې هم وکتل. د کندز ولایت سوداګرو خپلې ستونزې د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتونکي شول.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی زیاتې شته ستونزې حل کړې او په اړه یې د کندز ګمرک مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم ورکرې. نوموړي د کندز ولایت سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې پاتې ستونزو ته به یې هم د اصولو په رڼا کې ژر رسیدنه وشي.
همداشان ښاغلي سعید د کندز ګمرک د چارو ارزونه وکړه او د دې ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو سره یې ولیدل او دوی یې سوداګرو ته د نورو اسانتیا رامنځته کولو تر څنګ په ګمرکي چارو کې لا خدمت کولو ته وهڅول.