د تورخم په ګمرک کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو استازو ته د قیمت ګذارۍ د الکترونيکي پروسې په اړه د روزنیز ورکشاپ جوړول

TORKHAM.jpg

19 حمل 1400

د تورخم ګمرک د مسؤلینو له لوري د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو استازو ته د قیمت ګذارۍ د الکترونيکي پروسې په اړه په یاد ګمرک کې یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.
د قیمت ګذارۍ الکترونکي سیستم چې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له لوري پرانیستل شو، د دې پروسې د ساده کولو تر څنګ ملي سوداګرو لپاره دا اسانتیا رامنځته کړې چې د افغانستان له هرې برخې څخه کولی شي د وارداتي توکو قیمت د اسیکودا په سیستم کې ثبت کړي.