د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

11.jpg

په دې وروستیو کې د ګمرکونو لوی ریاست له ادرس څخه په ټولنیزو پاڼو کې د ترانزیټي او ري ایکسپورټ اموالو یو لیست لاس په لاس کیږي، د ګمرکونو لوی ریاست یاد لیست جعلي او له حقیقت څخه لرې بولي.
ټول هغه ترانزیټي محمولې چې د ګمرکونو لوی ریاست اړوند تقنیني سندونو سره سم ترانزیټي سندونه ولري، کولی شي د افغانستان له خاورې څخه تګ او راتګ وکړي. 
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا له فتحې څخه وروسته د ترانزیټي اموالو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي دي او د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده چې د یادو اموالو لپاره په ګمرکونو کې لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.