په هيواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شوه

MOF-PIC.jpg

27 سنبله 1401

په هيواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شوه


په هيواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې د پیل په تړاو خبري کنفرانس د مالیې وزارت په خیبر هال کي تر سره شو، په دغه کنفرانس کې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد، د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل، یو شمېر مسؤلینو او رسنیو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې د پیل په تړاو وويل: « په ټول هيواد کي په لویه کچه بې اسناده موټر شتون لري، چي اکثره وخت د امنیتي او جنایي پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي او دولت ته د بې اسنادو موټرو د قانوني محصول نه تحویلول د ملي عوایدو د تیښتي سبب ګرځي؛ خو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د جوړي شوې طرحي د عملي کېدو په صورت کې به په امنیتي او ترافیکي برخو کې ستونزي له منځه ولاړي شي، په ملي عوایدو کې به زیاتوالی راشي، د خلکو اقتصادي او ټولنیزي ستونزي به کمې شي. « 
د ګمرکونو د پلان جوړوني پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې په تړاو تخنیکي معلومات ورکړل او وې ویل: « بې اسناده موټرونه، چي د هیواد د ننه شتون لري او یا هم په ټاکل شوې موده کې هیواد ته واردېږي د یادي طرحي په اساس د پخوانیو ګمرکي او ترافیکي جریمو څخه معاف دي، له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پوري ۶۰٪تخفیف، له ۲۰۰۱ ماډل څخه تر ۲۰۰۹ ماډل پوري ۵۰٪ تخفیف، له ۲۰۱۰ماډل څخه تر ۲۰۱۲ ماډل پوري ۲۵٪ تخفیف، له ۲۰۱۳ ماډل څخه تر ۲۰۲۲ پوري صفر ٪ تخفیف ورکول کيږي ». 
د یادونې وړده، چي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول د پروسې یاده طرحه د شپږو میاشتو لپاره تصویب شوې، چي یوازې د افغانستان قانوني مسیر لرونکي موټر د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري په ټولو کې ګمرکونو ثبت او محصولېږي او له شپږو میاشتو وروسته یاده پروسه په هیڅ ډول د تمدید وړ نه ده.