د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه

2.jpg

13 اسد 1401

د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه

د تعرفې کمېټې ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ تېره ورځ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د تعرفې کمېټې غړو تر څنګ د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده هم ګډون کړی و. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ یي وویل چې د تعرفې کمېټې پریکړې په سوداګرۍ، داخلي صنعت، عامه خلکو او د حکومت په عوایدو باندې مستقیم اغیز لري نو په کار ده چې د دې کمېتې ټولې پریکړې په پوره دقت سره ونیول شي. 
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د شوکاڼي او سرب نېمه قیمتي ډبرو د صادراتي تعرفې، د وارداتي بادامو د موسمي تعرفې، د ماشیني قالینو، د لاسونو او کالیو وینځلو د موادو، خام پاپړ او د موټر سایکلونو پرزو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ ودې او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.