د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

1.jpg

2 اسد 1401

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته تېره ورځ د یاد ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او امرینو ګډون کړی و، په بېلابیلو ګمرکي موضوعاتو، شته ستونزو او حل لارو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او په اړه یي لازمې پریکړې وشوې.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته په خپل وخت سره رسیدنه وکړي.