د (XCEPT) نړیوالې ادارې نوی څیړنیز راپور

6 اسد 1401

د (XCEPT) نړیوالې ادارې نوی څیړنیز راپور
د ا.ا.ا په راتګ سره په ګمرکونو کې د پام وړ اصلاحات راغلي؛
د (XCEPT) په نوم یوې نړیوالې ادارې په خپل نوي څیړنیز راپور کې د اوسني نظام او د تېر نظام (جمهوریت) د ګمرکونو پرتله کړې او ویلي دي چې د اوسني نظام له راتګ سره سم په ګمرکونو کې ګمرکي قوانین او مقررات تطبیق او د پام وړ اصلاحات راغلي.
په دې څیړنیز راپور کې راغلي دي چې اوس مهال د ګمرکونو ټول عواید مرکزي شوي دي حال دا چې په تېر نظام کې د عوایدو زیاته برخه د زورواکو او مافیایي کړیو جیبونو ته تلل. پخوا به محلي زورواکو له سوداګریزو اموالو څخه بډې او باج اخیسته او په لویو لارو کې په لسګونه چیک پاینټونه جوړ شوي وو، اوس هغه ټول له منځه تللي دي.
په دې راپور کې راغلي چې ۱.۴ میلیارده ډالر چې تېر نظام نشو راټولولی، هغه عواید اوس د مالیې وزارت مرکزي سیستم ته تادیه کیږي. راپور زیاتوي چې اوس مهال د سوداګریزو محمولو او لویو موټرو کنټرول په ګمرکونو کي منظم سوی او ټول ګمرکونه د اسیکوډا سیستم له لارې د مرکزي سیستم سره وصل شوي دي.
د بشپړ راپور لینک: 
https://xcept-research.org/…/20220713-XCEPT-Afghanistan…