د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د بورې ترانزیټ کونکو شرکتونو له استازو سره وکتل

2.jpg

15 سرطان 1401

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د بورې ترانزیټ کونکو شرکتونو له استازو سره وکتل

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي او د افغانستان له لارې د بورې ترانزیټ کونکو شرکتونو له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، په پیل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د هیواد په ګمرکونو کې د بورې د ترانزیټ په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري څخه د حل غوښتونکی شو.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست وویل چې زموږ هڅه داده څو په ګمرکونو کې سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړو. نوموړي زیاته کړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پریکړې له مخې د بورې ترانزیټ کونکي شرکتونه مکلف دي چې د ترانزیټ کړنلارې سره سم قانوني سندونه له ځان سره ولري. همداشان ښاغلي سعید سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د نافذه قوانینو په رڼا کې به د دوی شته ستونزو ته ژر تر ژره رسیدنه وکړي.