د ګمرکونو لوی رياست خبرتيا

اطلاعيه.jpg

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګریزو شرکتونو ته د اسانتیا برابرو په موخه دوی ته د اسیکوډا په سیستم کې یوزر ورکړی چې وکولی شي له خپل کار ځای او یا هم له هیواد څخه بهر د خپلو سوداګریزو مالونو ګمرکي طی مراحل تر سره کړي.
په دې وروستیو کې ځینې سوداګریز شرکتونه د ګمرکونو لوی ریاست ته مراجعه کوي چې ګواکې مالونه یي په غلطي سره د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد کړي دي. 
د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې خپل سوداګریز مالونه په خپل جواز ګمرک ته وارد کړي. له دې وروسته سوداګریز مالونه چې په هر جواز ګمرک ته وارد شي دا چې ټول حمایوی اسناد یې لکه انوایس ـ پکنګ لیست ـ بارنامه یې د واردونکي شرکت په نوم دي نو د قانون له مخې د هماغه شرکت په نوم پیژندل کیږي او هیڅ شرکت حق نلري ادعا وکړي چې مالونه زما دي او د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد شوي دي.