د کابل ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

معرفی سرپرست ګمرک کابل-۲.jpg

15 جوزا 1401

مولوي ثناءالله نوید نن د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري د کابل ګمرک د سرپرست په توګه د یاد ګمرک کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي محمد موسی عمر، یو شمېر امرینو او د کابل ګمرک کارکونکو ګډون کړی و.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د کابل ګمرک د پخواني رئیس ښاغلي مولوي محمد عبدالله بلال له کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او نوي سرپرست رئیس ته یي په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. نوموړي د کابل ګمرک کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې له نوي سرپرست رئیس سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې مولوي ثناءالله نوید د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غړی پاتې شوی او په اقتصادي چارو کې پوره کاري تجربه لري.