د مالیي وزارت سرپرست له ارزونو وروسته د ننګرهار په ګمرک کې پراخ بدلونونه رامنځته شول

Minister visit from Nangarhar customs-2.jpeg

16 حمل 1400

د مالیي وزارت سرپرست له ارزونو وروسته د ننګرهار په ګمرک کې پراخ بدلونونه رامنځته شول
دو شنبه، د وري ۱۶ مه ۱۴۰۰هـ.ل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د ګمرک او مستوفیت وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
د مالیې وزارت سرپرست په لومړي سر کې د ننګرهار له والي ضیاالحق امرخېل، سره د ۱۴۰۰ مالي کال عوایدي پلان د تحقق په څرنګوالي، مالیه ورکوونکو ته د مسلکي او پر وخت خدمتونو وړاندي کولو، په ښه توګه او وخت سره د عوایدو راټولېدو، باقیاتوتحصیل، له فساد سره د مبارزې، د ملي عوایدو راټولېدو بهیر پر وړاندي د شته ستونزو تشخیص او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د دې سفر پرمهال د مالیې وزارت سرپرست، د ننګرهار ولایت ګمرک او مستوفیت له نږدې ولید، د تخلفاتو او کاري نیمګړتیاوو له تشخیص وروسته، د ګمرک رئیس استعفا وړاندي کړه او مسلکي او د صادراتو او وارداتو امرین له دندې ګوښه او پر ځای یې نوي کسان ور معرفي او وګمارل شول.
تر دې وړاندي د مالیې وزارت رهبري، د ننګرهار ګمرک مسؤلینو ته د روان مالي کال وري میاشتې تر۱۵ مې نېټې پوري وخت ورکړی وو، چې له نافذه قوانینو په ګټه اخیستنه ټاکل شوی هدف پوره او د سوداګریزو محمولو د پړاوونو په ترسره کولو کې د تخلفاتو مخنیوی وکړي.
د مالیې وزارت تخنیکي ټیم همدا مهال د ننګرهار ګمرک په پلټنه بوخت دی او د پلان شوې ارزونې له بشپړېدو وروسته راپور د مالیې وزارت مشرتابه ته وړاندي کوي، څو د تخلفاتو او عاملینو پر وړاندي یې قانوني کړنې ترسره کړي.