مفتي عبدالمتین سعید د ګمرکونو لوی ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو

ss.jpg

14 جوزا 1401

مفتي عبدالمتین سعید د ګمرکونو لوی ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو


مفتي عبدالمتین سعید نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخوند له لوري په فوق بست کې د ګمرکونو لوی ریاست د سرپرست په توګه د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې د مالیې وزارت مقام د دفتر لوی رئیس، د عوایدو لوی رئیس، د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس، د ګمرکونو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو او کارکونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ته د نوي مسؤلیت مبارکي ورکړه او په ورسپارل شویو چارو کې یي ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه. نوموړي ټولو همکارانو ته سپارښتنه وکړه چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ګمرکونو او عوایدو معین وویل چې ټولې اړوندې کاري چارې باید په اخلاص او د الله ج د رضا لپاره تر شي. نوموړي د ګمرکونو لوی ریاست له سرپرست څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو همکارانو کاري ستونزو ته په وخت رسیدنه وکړي او هغه کارکونکي چې په صداقت سره چارې تر سره کوي، وهڅوي.
د ګمرکونو لوی ریاست نوي ګمارل شوي سرپرست رئیس وویل “ خوَښ یم چي الله ج د خدمت کولو موقع راکړې او ژمن یم چې د اسلام او خپل ملت لپاره په پوره اخلاص سره خدمت وکړم.” نوموړي له کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په اړوندو چارو کې ورسره هراړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید له دې وړاندې د بلخ او هرات ګمرکونو د رئیس په توګه دندې تر سره کړي دي.